تازه خبرونه

په کابل کې درې چاودنې او یو وسلوال برید رامنځته شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان ملي دفاع وزارت منلې، چې نن د دغه وزارت یو برحال ډګروال له خپل موتر چلوونکي سره د کابل ښار د اتمې حوزې د کارتې نو په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

دغه راز په درې په کابل کې درې نورو چاودنو یو کس وژلی او څلور یې ټپیان کړي دي.

د کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د پېنځمې حوزې په نوي سړک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پر یو شخصي موتر نښلیدونکي ماین چاودنه وکړه.

دوه یمه چاودنه هم نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ۱۵ ناحیې په هنګر څلورلاري کې د پولیسو پر یوه موتر ترسره شوې ده.

درېیمه چاودنه د کابل ښار د پېنځمې حوزې اړوند په کمپنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا پېښې څو ساعته وروسته له هغې تر سره کیږي، چې ولسمشر غني د پلازمېنې کابل د امنیت په اړه د دغه ښار له امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر د کابل امنیتي حوزو مشرانو ته ویلي: زه پخپله حوزو ته تللی یم؛ په امنیتي حوزو کې روان حالت د منلو وړ ندی او په امنیتي حوزو کې باید سمدستي مدیریتي بدلونونه رامنځته شي. دغه راز د حوزو د پولیسو د ژوندانه شرایط هم باید په بشپړ ډول بدل شي او د حوزو امنیتي چارواکي باید خپلو دندو ته پوره پاملرنه وکړي.

ولسمشر د کابل امنیه قومندان ته لارښوونه کړې؛ له زورواکانو سره، چې د امنیتي پروګرامونو د پلي کولو خنډ  کیږي؛ باید قانوني چلند تر سره او مخنیوي یې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان په دې وروستیو اوونیو او څو ورځو کې د دېرو نښلیدونکیو ماینونو د چاودنو لیدونکي دي.

Trending

Exit mobile version