تازه خبرونه

په کابل کې دوه بېلابېلو چاودنو اووه کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۳۹۹)

د کابل پولیس نن (شنبه د لیندۍ ۸) څرګنده کړې، چې په کابل کې د دوه بېلابېلو نښلیدونکیو ماینونو  له چاودنو ۷ کسان ټپیان شوي دي.

د کابل پولیسو ويلي؛ نن سهار شاوخوا ۷:۳۵ د کابل ښار د شپږمې ناحیې د امید سبز ښارګوټي په اړوند سیمه کې پر فیلدر ډوله موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه رامنځته شوه، چې له کبله یې درې کسان ټپیان شوشوي دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د کابل ښار د ۱۱ حوزې د سینمای ګولایي په اړوند سیمه کې پر یوه لندکروزر موتر نښلول شوي ماین چاودنه کړې، چې څلور نور کسان یې ټپیان کړي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغو ماین چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version