تازه خبرونه

په کابل کې دوه چاودنو ۱۵ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۳۹۹)

نن ماښام (یکشنبه د کب ۲۴) په کابل کې دوه بېلابېلې چاودنې رامنځته شوې؛ درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

کابل پولیسو ويلي، چې نن ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې دوه تونس دوه موټرونه د درېیمې ناحیې د سر کاریز او د  شپږمې ناحیې د پول سوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې دي.

پولیس وايي، پدې اړه څېړنې پیل شوې دي.

تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې یا چا پر غاړه نده انیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح  د سهار د شپږ نیمو بجو له مدیریتي ناستو څخه د استعفا خبر ورکړ او څرګندوي؛ د شپږ نمو بجو سهارنیو ناستو ټینګتیا رامنځته کړې او زه ورو ورو د دغو ناستو له مدیریته لرې کیږم.

Trending

Exit mobile version