تازه خبرونه
په کابل کې د احمد شاه مسعود د دیارلسم تلین مراسم ترسره شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د احمدشاه مسعود د یارلسم تلین مراسم د طبل په غږولو پېل شول. د هغه تصویر ته د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې د ګلو ګېډۍ کیښودل شوې.
دا هر څه د هغه د دریو لسیزو قهرمانیو لپاره کېږي. د هغه د سنګر ملګرو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو د احترام مراسم پر ځای کړل.
مراسمو ته د راغلو کسانو په وېنا د احمد شاه مسعود د شهادت بېلا بېل اړخونه باید روښانه شي.
احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۱۱ مه د تخار په خواجه بهاوالدین کې د دوه عربو په ځانمرګي برید کې ووژل شو. دغو ځانمرګو بریدونه ځانونه خبریالان معرفي کړي وو.