تازه خبرونه
په کابل کې د اردو یو افسر وژل شوی
(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۰)
سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د اردو یو افسر پرون (سې شنبه د وري ۳۰) په کابل کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه د کابل ښار د دولسمې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه اردو افسر موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.
پولیسو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي او د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه ندی معلوم.
تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.
پدې وروستیو کې تاوتریخوالی په ځانګړي توګه هدفي وژنې یو ځل بیا ډیرې شوې دي.