تازه خبرونه

په کابل کې د اسلامي امارت د بنسټوال ملا محمد عمر مجاهد د مړینې لسم تلین مراسم ترسره شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۲)

په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بنسټوال او پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې لسمه کلیزه ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیالانو، د کورنیو چارو، ملي دفاع وزیرانو او د اسلامي امارت د کابینې ګڼ شمېر غړیو او چارواکو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د پخواني مشر پر اهدافو او لاسته راوړنو ټینګار څرګند کړ او وایي؛ اوسنی اسلامي نظام هوډ لري، چې د خلکو د ژوند د ښه والي او د هېواد د پرمختګ لپاره هیڅ راز هڅې ونه‌سپموي.

عبدالسلام حنفي له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته د لمن وهلو پر ځای په لویو اقتصادي پروژو او د کانونو پر استخراج او کېندنه پانګونه وکړي.

نوموړي په دې مراسمو کې دا هم څرګنده کړه: اسلامي امارت هوډ لري، چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي او پرمختګ لپاره خپل ټول وس وکاروي او هیڅ راز هڅې ترې ونه‌سپموي او زمونږ پالیسي د سیمې له نړۍ او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او متقابلو اړیکو لرل دي.

هغه زیاته کړې: مونږ د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوو او نور باید هم همداسې وکړي. هغوی، چې پخوا یې په جګړه کې پانګونه کوله؛ اوس باید د اقتصاد او کانونو په برخه کې پانګونې ته ځانونه چمتو کړي؛ ځکه، چې ورته د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم په دې مراسمو کې ویلي؛ د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې اسلامي نظام ګډوډ کړي.

محمد یعقوب مجاهد له خلکو وغوښتل، چې د افغانستان د دښمنانو پر تبلیغاتو او دسیسو ونه‌غولېږي او په هېواد کې د خپلواک اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

محمد یعقوب مجاهد دا هم ویلي؛ ملت باید ویښ شي او د دښمنانو پر تبلیغاتو دوکه نه‌شي. دوی په هېواد کې د اسلامي نظام بقا نه‌غواړي او پر بېلابېلو نومونو دسیسې روانې دي؛ ولس باید د اوسني خپلواک نظام ملاتړ وکړي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزیر په هېواد کې د اسلامي نظام رامنځته کول د اسلامي امارت د پخواني مشر له ارمانونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي نظام باید ځانګړی نه‌وي او ټول ملت باید خپل ځان په اسلامي امارت کې وګوري.

سراج الدین حقاني په دې اړه وایي: مونږ باید نظام کوچنی او ځانګړی نه‌کړو، بلکې دا نظام په ټولو قومونو پورې اړه لري، مونږ باید د ملا محمد عمر مجاهد ټول اخلاق او اهداف پلي کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه هم څرګنده کړې، چې : که زر کاله هم تېر شي؛ د ملا محمد عمر یادونه به پاتې وي، ځکه هغه په ​​زړونو کې ځای لري. مونږ باید پر خلکو رحم وکړو.

د یادولو ده، چې د اسلامي امارت مشر او بنسټوال ملا محمد عمر مجاهد په ۱۳۹۲ لمریز لېږدیز کال کې وفات او په زابل ولایت کې خاورو ته سپارل شوی دی.

Trending

Exit mobile version