تازه خبرونه

په کابل کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښته کې ۴ داعشیان ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې په کابل ښار کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره د داعش د غړیو وسلواله نښته د داعشیانو پر وژل کېدو پای ته رسیدلې ده.

ذبیح مجاهد څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونو د چهارشنبې پر سهار د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په کارته سخي سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځی چاڼیز عملیات ترسره کړل.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې ۴ غړي وژل شوي او یو بل هغه یې ژوندی نیول شوی دی.

نوموړي په ډاګه کړې؛ په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات د اسلامی امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ذبیح الله مجاهد دغه را څرګنده کړې؛ داعش ډلې پلان درلود، چې له دغه مرکز څخه د هېواد پر هغو شیعه وګړیو برید وکړی، چې ډېري یې د محرم په ورځو کې د کارته سخی زیارت ته راځي.

هغه د اسلامي امارت ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ندي ویلي؛ خو د کابل پولیسو له دې مخکې څرګنده کړې وه، چې په دې عملیاتو کې د یوې أولیس میرمنې په ګډون دوه امنیتي منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه نښته د چارشنبې پر ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ١١:٣٠ بجې پيل شوه او له غرمې وروسته د داعشیانو تر وژل کېدو روانه وه.

Trending

Exit mobile version