تازه خبرونه

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر بیا پرانستل سیاسي بریا ده – متقي

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ټولنې د سیاسي، اقتصادي او بشري همکاریو دفتر بیا پرانستل د اسلامي امارت سیاسي بریا ده.

 د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هیله څرګنده کړې، چې د دې ټولنې د دفتر له پرانېستلو سره به له افغانستان سره د اسلامی هېوادونو سیاسی، اقتصادی او بشري همکارۍ نورې هم  پیاوړې شي.

متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز ډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې به د دغو هېوادونو د ټولو سفارتونو او سیاسي نمایندګیو امنیت خوندي وي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن وباله او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

دغه دفتر د سعودي عربستان پر مالي مرسته په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه څوارلس میاشتې وروسته په رسمي بڼه پرانیستل شو.

د دغه سازمان استازیو په خپلو خبرو کې نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو ته بلنه ورکړه، چې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

طارق علي بخیت په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن وباله او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خلک اوس هم په بحران کې دي او افغانستان په ټولو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړی استازی طارق علي بخیت وایي: له افغانستان سره د اقتصادي او بشري همکاریو د پياوړتیا لپاره د دغه دفتر پرانیستل د غړیو هېوادونو لخوا یو اړین کار و. د اسلامي همکاریو ټولنه خوښه ده، چې له افغانستان سره په روغتیا، ټولنیز پرمختګ، تعلیمي او بشري برخو کې مرستې کوي او له افغانستان څخه سیاسي ملاتړ کولی شي، چې امنیت او ثبات رامنځ ته کړي. افغانستان له بحران سره مخ دی او په ټولو برخو کې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري. د همدې هدف لپاره مو له افغانستان سره د مرستې لپاره یو صندوق همن جوړ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د ټولنې د دفتر بیا پرانستل د اسلامي امارت سیاسي بریا بولي.

امیرخان متقي هیله څرګنده کړې، چې د دغه سازمان د دفتر له پرانېستلو سره به له افغانستان سره د اسلامی هېوادونو سیاسي، اقتصادي او بشري همکارۍ نورېهم پیاوړې شي.

مولوي متقي له اسلامي هېوادونو غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دیډاډ ورکوي، چې په افغانستان کې به د دغو هېوادونو د سفارتونو او سیاسي نمایندګیو امنیت هم خوندي وي.

کابل ته د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې د ځانګړي استازي د سفر پر مهال د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې لخوا په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون پر جوړېدو او د ۲۰۲۴ ز. کال لپاره د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه د کابل د ټاکلو پر سر هم خبرې شوې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنه په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ، چې کابل د ۲۰۲۴ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه غوره شوی دی.

Trending

Exit mobile version