تازه خبرونه

په کابل کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د میلاد ورځ ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ربیع الاول ۱۲ چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد “ص” له زوکړې سره برابره ده؛ په یولړ ځانګړیو مراسمو کې ونمانځل شوه.

د اسلام د ستر پیغمبر د میلاد په مناسبت د قرآن عظیم الشان د ختم پر مراسم سربېره دیني عالمان د اسلام د وروستي پیغمبر پر سیرت، اخلاقو او لارې خبرې کوي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ یووالی او رښتینولي د حضرت محمد “ص” د سیرت مهمې بېلګې دي او د اسلام مبارک دین د جګړې، نفاق او تفرقې پلوی ندی.

دغه دیني عالمان په ټول هېواد کې د وینې تویېدو د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي.

دیني عالم احمد فواد کریمي ویلي؛ د ستر پیغمبر ژوند مونږ له خپلمنځي جګړو او وینو تویولو، وژنو او جګړو څخه لرې ساتي او مونږ باید په ټول هېواد کې د وینو تویولو او ځوانانو وژنې ته د پای ټکی کېدو.

دیني عالم امان الله احمدي وایي؛ که هېواد مو د سم سیاست غوښتونکی وي، بیا دې د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) سیرت پلی کړي.  

يو شمېر نور ديني عالمان، د ميلادالني نمانځل د هېواد ځوان نسل ته د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص ) د ژوند او اخلاقو د ورپېژندلو لپاره اړین بولي.

دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن ویلي؛ د پیغمبر میلاد او دا نمانځنه باید د مذاهبو او اسلام ترمنځ د اختلافاتو سبب نشي.

دغه راز د قرآنکریم یو شمېر حافظان له اسلامي امارته غواړي، چې د دیني مدرسو د ډېرولو ترڅنګ دې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ااو لیسې هم پرانیزي.

د مدرسې زدکوونکې نیلوفر وایي: زه له امارت څخه غوښتنه کوم، چې مونږ قرآن حفظ کړی او مونږ باید عصري علومو ته هم وده ورکړو او باید ښوونځي پرانیستل شي.

د مدرسې زدکوونکې شګوفه وایي: مونږ باید خپلې زدکړې روانې وساتو اوله همدې ورځې دې مکتبونه خلاص کړي. 

د مدرسې زدکوونکی محمد آصف څرګندوي: دولت باید د مدرسو او مذهبي ځایونو امنیت خوندي کړي، چې ځوانانو په ډاډه زړه خپلې زدکړې روانې وساتي.

دیني عالمان د زدکړو پر مرکزونو بریدونه غندي او د انساني او اسلامي معیارونو خلاف یې بولي.

د یادونې ده، چې له تېرو څو مياشتو راپدیخوا په جوماتونو، ديني او ښوونیزو مرکزونو کې د چاودنو له کبله لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version