سیمه ییز خبرونه

په کابل کې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز تیم پلویانو په لاریون لاس کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

شریف الله ویاند ګزارش ورکوي، چې په ننني لاریون کې داکتر عبدالله عبدالله او د نوموړي لومړي مرستیال انجینر محمد خان او د اصلاحاتو او همپالنې تیم یو شمېر ډېر غړي هم تر سترګو کیږي، چې په ټاکنو کې د خلکو د رایو د ساتلو او د هغوی له حقه د دفاع خبره کوي.

په دې لاریون کې لاریون کوونکي رایه خپل حق اوعزت بولي او وايي، د خپل عزت او حق د خوندیتوب لپاره به غلي پاتې نشي.

لاریون کوونکي په ټاکنو کې د دولت لاسوهنه هم غندي او غوښتنه لري، چې باید ټاکنیز عدالت ټینګ شي او خلکو ته ډاډ ورکړ شي، چې د هغوی د ارادې پر بڼسټ به یو مشروع زعامت رامنځته شي.

دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې له ولسمشریزو ټاکنو څخه د دغو ټاکنو نوماند داکتر عبدالله عبدالله ته په ټاکنو کې د خلکو له ګدون څخه یوه احتمالي پایله ورکړ شوه او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس ضیاالحق امرخیل د اصلاحاتو او همپالنې تیم له خوا په پراخو درغلیو تورن شو ، چې په پایله کې داکتر عبدالله عبدالله پر یاد کمیسیون د بی باوری خبره وکړه او ددوظ په وینا د درغلیو اسناد يې خپاره کړل.

Trending

Exit mobile version