سوداگري
په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۸ هوکړهلیکونه لاسلیک شول
د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.
په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د اندیجان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۵۲۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۳۸ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ورکړ شویو معلوماتو پر بنسټ ۳۰۰ میلیون ډالر د پانګونې، ۱۵۰ میلیون ډالر د وارداتو او ۷۰ میلیون ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پر نغوته(اشاره ) ویلي، چې تر دې دمه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یو میلیارډ ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي تړونونه لاسلیک شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پلي کېدا نوي پړاو ته دننه شوي دي.
نورالدین عزیزي ویلي؛ افغانستان د ازبک محصولاتو لپاره یو لوی بازار دی او هم هغه هېواد ته د پام وړ صادراتي ظرفیتونه لري.
هغه ټینګار کړی، چې پانګونه باید د ګډې ملګرتیا پر بنسټ وشي او حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګهونو هرکلی کوي.
دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د پام وړ وه او د دواړو خواوو ترمنځ د ۱.۴ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، چې یو شمیر یې د پلي کولو پړاو ته دننه شوي دي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۱.۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
د ازبکستان د اندیجان والي شهرتبیک عبدالرحمانوف د دوه اړخیزو اړیکو پر ښهوالي د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ ازبک سوداګر چمتو، چې خپلې تجربې افغان سوداګرو ته وړاندې کړي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دوران وهابوف د چرګانو په روزنه، ټوکراوبدلو، خوراکي توکو، فرنیچر، چرمي بوټانو، برښنا مزو، درمل جوړونې او ساختماني برخو کې د ازبک پانګوالو شتون اعلان کړ او هیله من شو، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ همکاري به نوره هم پراخه شي.
په دې غونډه کې سیمهییزو افغان چارواکو له ازبک سوداګرو وغوښتل، چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي او وایي، چې په دې ولایت کې د پانګونې لپاره وړ شرایط لرو.