سوداگري
په کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
دې بنسټ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهویشتمهمه) زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۸ زره چینایي توکي په دې بازار کې د خرڅلاو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې “د افغان چاینا مارکیټ” نومیږي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ په کابل کې د افغان او چینایي سوداګرو لهخوا د افغانستان او چین ګډ بازار پر ګډه پانګونه پرانیستل شو.
دې بنسټ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهویشتمهمه) زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۸ زره چینایي توکي په دې بازار کې د خرڅلاو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې “د افغان چاینا مارکیټ” نومیږي.
د دغې بازار چارواکو ويلي، چې دا توکي پر مناسبه بیه او لوړ کیفیت د خلکو لپاره وړاندې شوي دي.
دوی ټینګار لري، چې د داسې ګډو بازارونو جوړول کولی شي د هېواد په اقتصادي وده، د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د بهرنۍ پانګونې په راجلبولو کې مهم رول ولوبوي.
سوداگري
په کابل کې د امام ابوحنیفه په پېنځم نندارتون کې له شل ډېر بهرني استازي ګډون کوي
د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي؛ د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پېنځم پړاو به د روان کال د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې پورې په کابل کې جوړه شي.
د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرو، پانګوالو او تولیدوونکو لپاره د محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو او له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بولي.
دغه راز یو شمېر اقتصادي کارپوهان د نړیوالو سوداګریزو نندارتونونو جوړول د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره مهم بولي.
د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون څلورمه دوره هم تېر کال په کابل کې جوړه شوې وه او د مسوولانو د څرګندونو له مخې، په څنډه کې یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړهلیکونه او سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي وه.
سوداگري
افغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشینالاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روسیې د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمهییزو همکاریو له وزیر نیکیتا کورنیینکو او مل پلاوي سره لیدلي دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشینالاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.
نورالدین عزیزي روسیې ته د افغانستان د صادراتو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي:« چمتو یو، چې په افغانستان کې د روسي توکو د وړاندې کولو لپاره یو مرکز او همدارنګه په دې ولایت کې د افغان توکو د وړاندې کولو لپاره یو بازار جوړ کړو.»
د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمهییزو همکاریو وزیر هم له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ د اسلامي امارت او خصوصي سکټور د استازو په ګډون له پلاوي هرکلی کړی او بلنه یې ورکړې، چې د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره دې ولایت ته سفر وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو دا لیدنه ګټوره وبلله او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
سوداگري
افغان او ازبک چارواکو د ۲۶۷ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
دغه هوکړهلیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقهدریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزه ناسته کې د قشقهدریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکټور د غړیو ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه ډالرو پر ارزښت ۲۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه هوکړهلیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقهدریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقهدریا ولایت مسوولانو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي، د دواړو هېوادونو د پلاوو له سفرونو وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه د سوداګریزو او ټرانزیټي چارو د آسانه کولو او د شته خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه څرګندوي، چې افغانستان چمتو دی؛ له ازبکستان سره د دغه هېواد له لارې د خپلو صادراتي توکو د لېږد په اړه خبرې وکړي.
د قشقهدریا مرستیال والي شهرت مرادوف هم ویلي، چې دغه ولایت له افغانستان سره د سوداګریزو او صنعتي همکاریو پراختیا او د افغان پلاوو او سوداګرو کوربتوب ته چمتو دی.
دغه هوکړهلیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ودانیزو چارو، مالدارۍ، برښنايي وسایلو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان د جرمي مخینې لرونکي ۲۲ افغان پناهغوښتونکي کابل ته ولېږدول
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنه دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي – ازبکستان
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoپه یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي
-
سوداگري3 days agoافغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
