Connect with us

سوداگري

په کابل کې د افغانستان بانک د عالی شورا دوه ورځنۍ ناسته جوړیږي

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۱۵, ۱۴۰۱
د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د صندوق د څارنې بورډ یو غړی شاه محمد محرابي د افغانستان بانک د عالي شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي.

اریانانیوز ته معتبره سرچینو منلي؛  شاه محمد  محرابي،  چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د څارنې د بورد غړی دی؛ افغانستان  ته راغلی.

د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې محرابي  به  د افغانستان بانک د عالي شورا په غونډه کې  برخه وا خلي.

دوۍ زیاتوي، چې تر راتلونکیو دوه  ورځو به  د بانک عالي  شورا جوړه شي او د غونډې اجندا هم  د هېواد  په مالي او بانکي  نظام  کې ټیکاو را وستل نومول شوي.

د افغانستان بانک مسوولین وايي، دا اداره د افغانستان بانک د پرېکړې یوه ستره شورا ده، چې غړي یې  د دغه بانک د مهمو پالیسیو د جوړولو او د فعالیتونو د څارنې مسوولیت لري. د افغانستان بانک د عالي شورا د غړیو د کار موده پېنځه کاله ده.

د اقتصادي  چارو  یو شمېر کارپوهان هم  د افغانستان بانک او د افغانستان د کنګل شوې  شتمنۍ د څارنې کمیسیون د غړو ترمنځ  همغږي  اړینه  بولي.

دوی زیاته کړې، چې باید د افغانستان بانک د عالي شورا په راتلونکې ناسته کې هڅه وشي، چې په هېواد کې  د روان  مالي  بحران  د مدیریت  لپاره لازم تدابیر رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی وایي: زه ما له نظره ترهغې، چې غیر پولي اهدافو لپاره کنګل شوې پیسي بندې وي او افغانستان ته ورنکړ شي، نو ښايي دا سفرونه دومره مثبت نوي او اړیکې باید د امریکا د خزانې له وزارت سره زیاتي شي، چې د افغانستان دا بندې پیسې بېرته آزادي شي. که بندې وي، دا د افغانۍ  پر ارزښت منفي اغېزې کوي.

د افغانستان بانک عالي شورا غړي د افغانستان بانک د مهمو پالسیو، د طرحو او د اداري فعالیتونو د څارنې مسوولیت لري. د افغانستان بانک  د عالي  شوراغونډه  په هرو درې میاشتو کې یو ځل جوړیږي. بل لور ته  د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد دالرو کنګل شوې شتمني  د صندوق  د څارنې  د بورډ غړی  ډاکترانوار الحق احدي  له  آریانانیوز سره  په  خپله  روستۍ  مرکه  کې ویلي، چې دوی  د افغانستان  بانک او د ماليي له وزارت سره له نږدې غیر رسمي اړیکي لري.

د کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورد غړی داکتر انوارالحق احدي د نومبر پر ۲۵ له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: مونږه کله نا کله د افغانستان د ماليي وزیر او د افغانستان بانک له رییس سره غیر رسمي اړیکي  لرو او پر ځنیو موضوعاتو بحث کوو. مونږ هڅه کوو، چې له کنګل شوې شتمۍ  څخه ساتنه وشي.

د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد دالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورد په خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې، چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي او ګټه به ترې واخیستل شي.

د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د سویس د دولتي سرچینو له قوله خبر ورکړ شوی، چې  یاد بورد خپله لومړۍ ناسته د دغه هېواد په ژنیو ښار کې کړې ده. له دې ناستې وروسته په لومړي ځل شاه محمد محرابي افغانستان ته سفر کوي.

ویل کیږي، چې محرابي د افغانستان بانک لخوا کابل ته راغوښتل شوی، چې د هېواد د بانکي او مالي  نظام  د ټیکا لپاره یوې پایلې ته ورسیږي.

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading

سوداگري

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

Published

on

د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.

قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلې‌دانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!