تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان د هوایي ځواک غړی وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۰)

یوې سرچینې د یاشنبې پر ورځ منلې، چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په باغ داود سیمه کې د شنبې پر ورځ ناڅرګندو وسلوالو د افغان هوای ځواک یو غړی صفات الله فقیر وژلی دی.

د کابل پولیسو د پېښې  پخلی کړی او وایي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي؛ خو دوی نور جزئیات نه وړاندې کوي.

د هېواد د هوایي ځواک د دغه غړي په ګډون په تېرو څلیریشت ګړیو کې څلور کسان وژل شوي دي.

دغه راز سرچینو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې په پکتیا ولایت کې د دولت یو څارنوال وژل شوی او یو پولیس په کابل کې وژل شوی دی.

د دغو پېښو په اړه نور جزئیات ندي ورکړشوي.

د شنبې پر ورځ د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع آریانا نیوز ته ویلي، چې په فراه کې د افغان اردو د ښوونې او روزنې د مرکز قومندان عبدالخالق فراهي د جمعې پر شپه د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.

دغه راز د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ فراهي د خپلې کورنۍ په مخکې پر ډزو وژل شوی دی.

په یوه بله پېښه کې د شنبې پر ماسپښین د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې د پولیسو یو افسر وژل شوی دی.

ځايي چارواکو ویلي، چې خلیل بارکزی د پولیسو یو افسر د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.

تر دې دمه هیچا د دې پېښو مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version