تازه خبرونه
په کابل کې د افغانستان ځوانه یوتیوبره حوراسادات پر مرموز بڼه وژل شوې ده
(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۲)
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند تائید کړې، چې د افغانستان ځوانه یوتیوبره حوراسادات پر مرموزه بڼه د هېواد په پلازمېنه کې وژل شوې ده.
خالد ځدراڼ پخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له بدهمرغه دا پېښه درې ورځې مخکې د کابل ښار د اتلسمې حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې: پوليسو د پلټنو پر مهال د دې قضيې پر تور د يوې ښځې په ګډون دوه کسان نيولي او په دې اړه ترې څېړنې روانې دي.
د حوراسادات د وژنې په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه نور جزئیات ورکړ شوي نهدي.
حورا سادات په خپل یوتیوب کې د ښار د خلکو د ژوندانه راپورونه خپارول.
دغه راز ناتائید شوي راپورونه ښیي، چې دغه ځوانه ښځه په یوه میلمستیا کې د مږکانو پر زهرو مسمومه شوې او ساه یې ورکړې ده.