تازه خبرونه
په کابل کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲۵ کلیزه ونمانځل شوه
افغان بېسیم مخابراتي شرکت خپله ۲۵مه کلیزه په کابل کې د اسلامي امارت د مسوولینو په حضور کې ولمانځله. دغه مخابراتي شرکت ۲۵ کاله مخکې د افغاني شرکت د فغانانو لپاره تر سرلیک لاندې رامنځته شوی دی.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس او بنسټوال داکتر احسان الله بیات ويلي؛ دا شبکه د تاسیس راپدیخوا په افغانستان کې لومړنۍ او د ګرځند مخکښه شبکه ده، چې په افغانستان کې تیلفوني او انترنتي خدمتونه وړاندې کوي.
داکتر احسان الله بیات ویلي؛ د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مخکښۍ روحیه نوره هم پیاوړې شوې، ځکه، چې د دې شبکې مشتریانو خپله وفاداري ساتلې ده.
هغه وایي: زمونږ مخکښه روحیه نه یوازې ژوندي پاتې شوې، بلکې نوره هم پیاوړې شوې ده؛ ځکه، چې زموږ پېرودونکي دا روحیه پېژني او افغان بیسیم ته یې وفادارۍ دا شبکه په افغانستان کې ترټولو مشهوره او مخکښه مخابراتي شبکه ګرځولې ده.
داکتر احسان الله بیات ویلي؛ افغان بسیم مخابراتي شرکت د حکومت په همکارۍ توانېدلی، چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ورځ تر بلې پراخ او د خپلو سایتونو د نوي کولو ترڅنګ یې په لریو پرتو سیمو کې هم چټک انترنتي خدمات وړاندې کړي دي.
هغه وایي: اجازه راکړئ، چې د حکومت له مشرتابه مننه وکړم. مونږ د دوی پر همکارۍ توانیدلي یوو، چی خپله شبکه پراخه او شرکت ته وده ورکړو. د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ له محترم وزیر صاحب او مشرتابه هیات څخه نړی مننه، چې له دوی سره په نږدی همغږۍ کې توانیدلي یوو، چې خپل ډېر سایتونه بیا جوړ کړو او ترڅنګ یې هغو سیمو ته نوی سایتونه جوړ کړو، چې نه یې لرل.
په دې مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولینو په تېرو پېنځه ویشت کلونو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت هڅې او لاسته راوړنې وستایلې.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست هم په دوه نیمو لسیزو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت هڅې او لاسته راوړنې وستایلې.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارسمبالي نجیب الله حقاني ویلي؛ اسلامي امارت په افغانستان کې د تکنالوژۍ پرمختګ او ودې ته ژمن دی.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت اجرائیوي رییس علی الله سروري ویلي؛ د متوازن پرمختګ له مخې مو هڅه کړې، چې په لرې پرتو سیمو کې خپلو مخابراتي او انترنتي خدمتونو ته پراختیا ورکړو.
علي سروري زیاته کړې؛ د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ژمن دی، چې د نوري فایبر له لارې به ډېر ژر خدمتونه پیل کړي.
یاد شرکت ډاډ ورکوي، چې په راتلونکي کې به د نوې تکنالوژۍ پر مرسته د وخت له غوښتنو سره سم د افغانستان اړتیاوې پوره او د سیمې او لرې هېوادونو څخه به وروسته پاتې نهشي.
