تازه خبرونه

په کابل کې د افغان هوایي ځواک د یوه پیلوټ د وژلو پړه طالبانو منلې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۷, ۱۴۰۰)

طالبانومنلې، چې د شنبې پر ورځ یې د کابل د چارآسیاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټ حمیدالله اعظیمي وژلی دی.

امنیتي سرچینو منلې؛ د افغان ځواکونو د پیلوټ حمیدالله اعظمي پر موټر نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده، چې نوموړی په کې وژل شوی او پېنځه ملکي وګړي ټپیان دي.

د هوایي ځواکونو د قول اردو بولندوی عبدالفتاح اسحاقزي رویټرز ته ویلي، چې اعظیمي د امریکایي یو اچ ـ ۶۰ بلک هاک چورلکو د الوتنې زدکړې کړې وې او شاوخوا څلور کاله یې د افغانستان له هوایي ځواک سره دنده ترسره کړې وه.

اسحاقزي زیاته کړې، هغه یو کال مخکې د امنیتي ګواښونو له امله له خپلې کورنۍ سره کابل ته راکډه شوی و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پر نوموړي دا برید طالبانو کړی دی.

رویټرز پر لومړي ځل د طالبانو لخوا له اډې څخه بهر د پیلوټانو وژلو پرده پورته کړې ده.

د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له دغه برید سره لږ تر لږه اووه افغان پیلوټان ​​وژلي دي.

طالبان، چې هوایي ځواک نلري؛ غواړي د پیلوټانو پر موخه ییزو وژنو د لوبې ډګر د ځان پر ګټه راوڅرخوي او ځمکنیو بریدونو ته زور ورکړي.

طالبانو د جمعې پر ورځ  له ایران سره پر پوله د افغانستان سویل لویدیځ نیمروز ولایت د زرنج ښار ترلاسه کړ؛ خو افغان هوایي ځواک پر هوایي بریدونو د نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو مخه نیولې او په دې اړه یې خپل پرېکنده رول لوبولی دی.

Trending

Exit mobile version