تازه خبرونه

په کابل کې د المان سفیر وايي چې ټول غیر قانوني کډ‌وال په المان کې نه منل کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مارکوس پوستل وايي چې غيرقانوني کډوال به په زور وويستل شي.زياتوي چې دوی به له ترکيېسره د مخابراتي اطلاعاتو په شریکولو سره د غیر قانوني کډوالو مخه ونیسي چې د سمندر له لارې المان ته ځي. د المان سفیر دغه راز د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې کېدونکو خبرو ته خوښ دی.

په کابل کې د المان سفیر مارکوس پوستل له اریانانیوز سره ځانګړې مرکه کې بهر ته په لوی شمېر کې د افغانانو مهاجرت پر حکومت بې باوري، اقتصادي او امنیتي ستونزې او د قاچاق وړونکو اوازې بولي.

د المان سفیر دغه راز وایي چې دوی نه شي کولای ټول افغان پناه غوښتونکي ومني. دی خبرداری ورکوي چې که افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته را نه شي، دوی به یې په جبري توګه وباسي.

په افغانستان کې د المان سفیرمارکوس پوستل وايي: “هغه څوک چې په غیر قانوني توګه المان ته راځي موږ پیسي نه ورکوو هغه څوک دې المان ته راشي چې له تاوتریخوالي او خطرناکو پیښو سره مخامخ وي چې دا ډېر کم شمېر خلک دي چې ډېر شمېر کډوال د دې حق نه لري چې په المان کې پاتي شيښاغلی پوستل له ایران او ترکیي غواړي چي د غیرقانوني کډوالو په اړه خپلې پولې کنټرول کړي. هغه وايي چې دې برخه کې له ترکيې سره خپله همکاري پیل کړي.”

مارکوس پوستل زیاتوي:”مدیترانې سمندر ته د کښتیو لېږدول د اطلاعاتو د راټولو په موخه او بیا ترکیی ته معلومات ورکول او د دغو فعالتونو او معلوماتو له مخې د غیرقانونی کډوالو مخه نیسو.”

د المان سفیر مني چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ پاکستانی،چینایي،تاجکستاني او نورې ترهګرې ډلې د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي خودې ته خوښ دی چې له طالبانو سره د سولي خبرې اترې به مثبته پایله ولري.

مارکوس پوستل وويل:”امریکا او چین پر پاکستان اغېز لري ترڅو طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي د بحران د له منځه وړلو له پاره پوځي هڅې د حل لاره نه ده طالبان هم دغه ټکي ته رسېدلي چې خبرو اترو ته حاضر شي.”

دالمان دسفیر په وینا په تېر یو کال کې ۱۵۴ زره افغان کډوال په داسې حال کې المان ته تللي چې تر دې وړاندې یو میلیون افغان کډوال هلته اوسېدل.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version