تازه خبرونه
په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان وتښتول شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې تېره شپه د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان تښتول شوي دي.
راپورونه وايي، چې تښتول شوي استادان یو امریکايي او بل استرالیايي دی.
شاهدان وايي، تښتوونکیو، چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د شپې په اته نیمې بجو یې امریکايي پوهنتون ته نږدې د دغو دوه استادانو موتر ته د توپک خوله ونیوله او هغوی یې نامعلوم لوري ته بیولي.
کابل پولیسو پېښه تائید کړې او وایي، چې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی په کابل کې د یوه امریکايي د برمته کیدو له پېښې خبر دي.
استرالین نیوز خبري سرچینې وویل، یو استرالیايي استاد او د هغه امریکايي همکار د توپک په زور د کابل له امریکايي پوهنتونه تښتول شوي دي.