تازه خبرونه
په کابل کې د امریکا سفارت د ویزو وېش وځنډاوه
په کابل کې د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره د امریکا سفارت د ویزو د وېش بهیر د جون له ۱۳ نېتې وځنډاوه.
په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې له خپرېدو وروسته، د امریکا سفارت څرګنده کړې، چې د ویزو د وېش بهیر به د جون له ۱۳ ودریږي.
د امریکا سفارت ویلي، چې دا کار د کارکوونکیو د خوندیتوب لپاره په پام کې نیول شوی، چې پرکرونا ویروس اخته نشي.
د ویزو یو شمېر غوښتوونکيو ویلي، چې ژوند یې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دی او باید د ویزو د وېش بهیر ونه دريږي.
د امریکا سفارت څرګنده کړې: مونږ منو، چې د ویزو غوښتوونکي به ناخوښه وي؛ خو غواړو، چې د خپلو کارکوونکیو او ویزه غوښتوونکیو ژوند خوندي او کنسولي خدمتونه ډاډمن تر سره کړو.
دوی وایي، چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي؛ نو اړتیا ده، چې اړوند افغانان له افغانستان ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د کابو کولو لپاره له افغانستان سره د ۲۶۶ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.
