تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا سفارت پر میرمنو له احتمالي افراطي بریدونو خبرداری ورکوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۸, ۱۳۹۹)

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې افراطي ډلې پر بېلابېلو موخو په ځانګړي توګه پر میرمنو د وسلوالو بریدونو د ترسره کولو په لټه کې دي.

د امریکا سفارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د افراطي ډلو له احتمالي بریده خبر ورکړ.

سفارت ندي ویلي، چې کومې ډلې پر میرمنو د برید پلان لري.

د امریکا سفارت په ډاګه کړې؛ افراطي ډلې په پام کې لري، چې په افغانستان کې پر بېلابېلو موخو په ځانګړي توګه هغه فعالې میرمنې، چې په دولتي ادارو کې کار کوي؛ ښوونکې، د بشري حقونو فعالینې، دولتي چارواکې او یا حکومتي کارمندانې دي بریدونه تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو استازي په دوحه کې د روانې اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره د یوې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره مشورې تر سره کوي.

همدارنګه د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې دواړه خواوې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه نه یوازې ګډې هوکړې ته ورسیږي ته ورسیږي، بلکې د ملت اراده او غوښتنه هم پلې کړي، چې په هېواد کې تلپاتې سوله خوندي او جګړه ودریږي.

Trending

Exit mobile version