تازه خبرونه
په کابل کې د اهل تشیع د بیرغونو راکښته کوونکې درې کسیزه ډله ونیول شوه
د کابل ښار د شپږمې ناحیې استخباراتو یوه مسوول هندوکشغږ ته ویلي؛ د نیول شويو کسانو موخه د اهل تشیع راپارول ول.
د کابل ولایت د امنيتي مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه نهه نیمې بجې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې هغه کسان نیول شوي، چې د اهل تشیع بیرغونه یې راکښته کول او خلکو ته یې ځانونه امنیتي ځواکونه ورپېژندل.
د کابل ښار د شپږمې ناحیې استخباراتو یوه مسوول هندوکشغږ ته ویلي؛ د نیول شويو کسانو موخه د اهل تشیع راپارول ول.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یاد کسان چې له خلکو سره یې بد چلند کړی او څو ورځې وړاندې یې لاسي بمونه هم غورځولي وه؛ نیولي دي.
د یادې سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د څېړنو پر مهال په ډاګه شوې، چې د ښار په نورو سیمو کې هم ورته کړنې شوي، چې موخه یې د اهل تشیع هېوادوالو راپارول ول.
روانه اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ویلي وه: اهل تشیع هېوادوال په ډاډمنه توګه خپل مراسم نمانځلی شي. د اهل تشیع د مراسمو پر وړاندې کوم بندیز نشته او پر کابل ښار سربېره یې د هېواد په هغو ولایتونو کې، چې اهل تشیع په کې میشت دي هم د مراسمو د نمانځنې پوره ډاډ ورکړی دی.
ویل کیږي، چې په کابل کې دغه درې کسان داسې مهال نیول شوي، چې نن په نورستان ولایت کې هم د یادې ډلې دوه غړي د استخباراتو ځانګړو ځواکونو نیولي دي.
