تازه خبرونه

په کابل کې د ایران سفیر د مهاجرینو چارو وزارت له چارسمبالي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سې‌شنبه ( د تلې څلیریشتمه ) دواړو لوریو د مهاجرینو پر وضیعت، کار، استوګنې او تعلیمي ستونزو خبرې کړې دي.

Published

on

په کابل کې د ایران هېواد استازي حسن کاظمي قُمي د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت له چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سې‌شنبه ( د تلې څلیریشتمه ) دواړو لوریو د مهاجرینو پر وضیعت، کار، استوګنې او تعلیمي ستونزو خبرې کړې دي.

د مهاجرینو او رستنېدونکیو چارو وزیر د ایران هېواد لخوا د مهاجرینو له ٤٠ کلن کوربتوب د مننې ترڅنګ ویلي: د افغانستان اسلامي امارت هم پرېکړه کړې، چې مهاجرین هېواد ته راستانه کړي؛ خو د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته او باعزته ترسره شي.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د مهاجرینو چارو وزرات مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمان فاني د ګاونډیتوب حقوقو ته په نغوته کې ویلي؛ مونږ د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ګاونډیانو حقونو ته ژمن یوو او له ګاونډیانو هم د ورته تعامل غوښتنه کوو.

د ایران سفیر په خپلو خبرو کې ویلي: ایران په هرو سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او ترپایه به ولاړ وي.

حسن کاظمي قُمي په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه د دښمنو کړیو جعل وباله او وایي، چې ایران د مهاجرینو ټولو حقوقو ته لاسرسی خپله دنده بولي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې ایران ته د مهاجرینو چارو وزارت د یوه پلاوي پر استولو هوکړه وشوه، چې هلته د مهاجرینو ستونزې له نږدې وڅاري او له ایراني چارواکو سره یې پر حل خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version