تازه خبرونه

په کابل کې د ایټالیا سفارت پر یوه زغروال ګاډي ماین چاودنه شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۳۹۹)

نن سهار د کابل د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ایټالیا سفارت د افغان کارمندانو پر یوه زغروال لند کروزر د ماین چاودنه رامنځته شوې ده.

پېښه د کابل پولیسو تائید کړې او له ځاني زیان یې څه ندي ویلي.

دغه پيښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۵ د کابل د پروان دو په اړوند سيمه کې رامنځته شوې؛ خو څرګنده شوې نده، چې د برید موخه څوک و.

یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دې برید کې یو کس ټپي شوی او د اقتصاد وزارت یو  موټر، چې سیمې ته نږدې د تېرذېدو په حال کې و هم ویجاړ شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د افغانستان بانک پر یو لوړ پوړی چارواکي د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه رامنختاه شوې ده.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر سهار ۸:۱۵ د مالي ستونزو د حل کمیسیون د مشر عبدالله دراني پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې وه.

د سرچینې د څرګندونو له مخکې؛ دراني ټپي شوی او د هغه ساتونکی په چاودنه کې وژل شوی دی.

د افغانستان بانک ویلي؛ یو بل کس هم په چاودنه کې ټپي شوی دی. دغه چاودنه د کابل ښار شاه شهید په اړوند سیمه کې رامنځته شوې وه؛ خو د دغه کس هویت په ډاګه شوی ندی.

تر دې دمه هیچا د دغو دواړو بریدونو مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version