تازه خبرونه
په کابل کې د بریتانیا سفیر د نړیوالو مرستو له ضایع کیدو اندېښمن شو
په کابل کې د بریتانیا سفیراندېښمن شوی، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو یوه برخه د اداري فساد له کبله ضایع کیږي.
په کابل کې د بریتانیا سفیر دومنیک جرمي پر افغان چارواکو غږ وکړ، چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي کار وکړي او په فساد کې ښکېل لوړ پوړي چارواکي عدالت ته وسپاري.
د نوموړي په وینا؛ له اداري فساد سره مبارزه ډېره مهمه ده؛ ځکه د فساد له کبله هغه څه ضایع کیږي، چې باید افغانانو ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ هیله مو دا ده، چې افغان دولت د نړۍ مرستې په ګټوره توګه ولګوي. که تاسې وغواړئ، چې لوی فساد ګر محاکمه کړئ؛ نو مونږ مو ملاتړ کوو.
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومنداني بیا فکر کوي، چې له وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې وروسته، اداري فساد د افغانانو ستر غلیم دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د قومندانۍ استازی رابرت کیسر وایي، مونږ تل د وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې یادونه کوو؛ خو اداري فساد، چې د افغانانو دښمن دی، هیر شوی دی. اداري فساد حکومت له دننه ویجاړوي، سرتېري او پوځیان پوستې پریږدي او له ښمن سره مبارزه نه کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اداري فساد د عوایدو کچه هم راټيټوي.
د کورنیو چارو وزارت هم تائیدوي، چې اداري فساد د جګړو له دوامداره کیدو سره مرسته کړې ده. د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس عبدالغفار سید زاده وايي؛ په فساد کې ښکېل کسان له پریمانه دولتي سرچینو او فرصتونو برخمن دي، چې باید مخنیوی یې وشي.
د هغه په وینا؛ که وغواړو پر فساد خپروونکیو بریالي شو؛ نو د روان جنګ ګټونکي به هم وو.
اداري فساد د افغانستان ستره ستونزه ده، چې د دولتي بنسټونو، مدني ټولنو او نړیوالو همکارانو له مرستې پرته ناشونې ده، چې اداري فساد رالږ کړو.
ملګرو ملتونوهم د اداري فساد په وړاندې مبارزه ځنډنۍ ګڼلې؛ خو ویلي یې دي، چې له افغانستان څخه به ملاتړکوو.
که څه هم افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز جوړ کړی؛ خو بیا هم نړیواله ټولنه د نړیوالو مرستو د ضایع کیدو له کبله اندېښنه ښیي.
خبریال: فواد ناصري