سوداگري
په کابل کې د تازه میوو پلور زیات شوی دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كابل ښار كې د تازه ميوو يو شمېر پلورنكي وايي، په دې وروستيو كې يي د توكو پلور زيات شوى دى. دوی وايي، د كوچني اختر په را نږدې كېدو سره په كابل كې د تازه ميوو بيه څو برابره لوړه شوې ده.
افغانان په اخترونو كې د نورو خوراكي توكو تر څنګ تازه ميوې هم را نيسي څو كورونو ته له ورتلونكو كسانو څخه دا ډول پالنه وكړي.
په كابل ښار كې د تازه ميوو څينې پلورونكي وايي، په دې شپو او ورځو كې يي كارونه ښه غوړېدلي دي.
خو ځينې كابل ښاريان د توكو په ځانګړې توګه د ميوو د بيو پر لوړېدو اندېښنه ښيي. د دوی په باور سوداګر او پلورونكي په بېلابېلو پلمو سره بيې په خپل سر لوړوي.
وړاندې له دې د سوداګرۍ وزارت ويلي و، له هغو سوداګرو او پلورونكو سره به جدي چلند وكړي، چې په اخترونو كې بيې اوچتوي.