سوداگري

په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي د ټرانسپورټ وزارت له سرپرست سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۲)

په کابل کې د ترکیې د سفارت چارسمبالي د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت له سرپرست حمیدالله اخوندزاده سره په کتنه کې د ترکش ایرلاین د الوتنو د بیا پیلولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ترکیې سفارت چارسمبالي جنک اونال ویلي؛ په ټول افغانستان کې امنیت خوندي شوی او هېواد یې غواړي، چې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورت په برخه کې خپلې اړیکې ښې کړي او له ترکیې څخه افغانستان ته هوايي الوتنې زیاتې او ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې زیاتې کړي

د دغه وزارت رسنیو دفتر لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ترانسپورت او ترانزیت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې دي.

 

Trending

Exit mobile version