تازه خبرونه
په کابل کې د ترکیې سفیر له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
په کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د بشري مرستو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له خونړي برید وروسته، چې په پایله کې یې د دغه وزارت کارکوونکیو ته مرګ و ژوبله واوښته؛ په کابل کې د ترکیې سفیر لومړی بهرنی دیپلومات دی، چې له امیرخان متقي سره ګوري او هغه ته د خواخوږۍ مراتب له نږدې وړاندې کوي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د بشري مرستو د دوام، د سياسي اړيکو د پياوړتيا او د ويزې د اسانتياوو په اړه خبرې هم وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي؛ ترکیې ته په کار ده، چې په افغانستان کې خپلې پروژې او پانګونې روانې وساتي.
په دې کتنه کې جهاد ارګینای ویلي؛ په راتلونکیو څو ورځو کې د بشري مرستو اوومه ټولګه هم له ترکیې افغانستان ته رارسیږي او د مرستو لړۍ به روانه وي.
که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو یو نیم کال پر تېریدو دی؛ خو هیڅ هېواد د افغانستان اوسني سرپرست حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، خو له دې ټولو سره سره د سیمې ډېرو هېوادونو له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړی.
اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې نړۍ باید له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ تګلاره غوره کړي او بشري مسایل په سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.
