روغتيا

په کابل کې د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۲)

د عامې روغتیا وزارت له لوري د مې اتمه، چې د تلاسیمیا ناروغۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ په کابل کې ونمانځل وشوه.

د دې وزارت چارواکې وايي، چې دوی په هېواد کې د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او هڅه کوي، چې د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره نور تشخیصي مرکزونه هم پرانیزي.

د عامې روغتیا وزارت د وینې د ملي بانک رییس ناصرصادق ويلي، چې په‌دې ناروغۍ له دولس زره زیاتو اخته کسانو روغتیايي مرکزونو او د وینې بانک ته مراجعه کړې او دغو ناروغانو ته له تېر یوه کال راهیسې ۹۶ زره سي سي وینه ورکړ شوې ده.

د وینې د ملي بانک مشر ناصر صادق وايي: په تېر کال کې د وینې مرکزي بانک ته ۱۲۱۱۳ کسکان د تلاسیمیا ناروغان راغلي او له مونږ سره ثبت شوي دي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي هم په دې ناسته کې ویلي، چې غواړي د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یو مرکز جوړ کړي، چې د تلاسیمیا د درملنې څانګه هم په کې وي.

دغه راز  د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمد سیر پاڅون ویلي، چې دغه ناروغي تر ډېره میراثي بڼه لري.

نوموړي زیاته کړې تلاسیمیا یوه میراثي ناروغي ده، چې له مور او پلار څخه ماشومانو ته انتقالیږي.

دوی ویلي؛ هڅه کوي، چې د دې ناروغۍ د تشخیص په موخه په ټول هېواد کې د تشخیصي مرکزونو شمېر زیات کړي.

پر تلاسیمیا ناروغۍ یو شمېر اخته ناروغان وايي، چې له څو کلونو راپدیخوا له دې ناروغۍ سره مخ دي او سختې ستونزې یې ګاللې دي.

د تلاسیمیا ناروغۍ له نړیوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې ډېر کم خلک د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی لري او د نړۍ له نفوسو یو اعشاریه پېنځه سلنه یې په‌دې ناروغۍ اخته دي.

د یادونې ده، چې په‌دې ناروغۍ اخته کسان د وینې اخیستلو ته اړتیا لري؛ خو د زیاتې وینې د اخیستو له کبله په بدن کې د اوسپنې د زیاتوالي له ستونزې سره هم مخ کېږي.

Trending

Exit mobile version