تازه خبرونه
په کابل کې د تښتول شوې هندۍ د خوشې کولو هڅې پیل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ویلي، چې د تېرې ورځې د تښتول شوې هندۍ د خوشې کولو هڅې د کشفي معلوماتو له مخې پیل شوي دي.
چارواکو ویلي، چې د تېري جمعې په شپه دکابل ښار د تایمني له اړوند سیمې څخه یوه هندۍ میرمن تښتول شوې ده.
د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې دغه میرمن جودیت دیسوزا نومیږي؛ څلوېښت کاله عمر لري او د اغا خان له موسسې سره یې د بهرنیو اړیکو په څانګه کې کار کاوه.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یادې میرمنې د تښتوني پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له حکومت سره په ګډه د میرمن دیسوزا د خوشي کولو هڅي روانې ساتل شوې دي.
د کابل ښار د څلورمي حوزې اړوند د قلعه فتح الله سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې له دې میرمنې سره د هغې موتر چلوونکی او یو ساتونکی هم تښتول شوي.
د عیني شاهدانو په وینا؛ تښتول شوې هندي میرمن په یاده سیمه کې اوسیده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د جلال آباد له ښاري سیمې هم یوه آسترالیایي میرمن تښتول شوې، چې تر دې دمه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.