تازه خبرونه

په کابل کې د تېرې ورځې د چاودنو د ځاني زیانونو شمېر ۲۱ کسانو ته رسېدلي

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې تېر ماښام دوه چاودنې په ټونس موټرو کې شوي؛ ۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، چې د قربانیانو ډېر شمېر یې محصلین دي.

د یکشنبې د ورځې پر ماښام دوه پرلپسې چاودنې د کابل په شپږمه او څلورمه امنیتي حوزه کې وشوې او ټونس موټر یې په نښه کړل.

په چاودنو کې د قرباني شویو کسانو ډېر شمېر یې محصلین دي.

خلک پر امنیتي ادارو نیوکې کوي، چې د چاودنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

عیني شاهدانو ویلي؛ ډېر شمېر محصلین، چې ماښام مهال کورونو ته روان ول؛ په دې چاودنو کې وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرودس فرامرز ويلي، چې په دې چاودنو کې پېنځه کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي.

په کابل کې پر موټرو د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې او موخه ییز بریدونه ډېر شوي.

په دې چاودنو کې ولسي وګړیو ته زیان اوړي؛ خو مسوولیت یې هم کومه ډله پر غاړه نه اخلي.

Trending

Exit mobile version