تازه خبرونه

په کابل کې د جرمني سفیر له احمد ایشچي قانوني ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

څه موده وړاندې د جنش ملي ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي ادعا وکړه،چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وهلی او جنسي تېری پرې شویدي. له دې پېښې څو میاشتې تېرې او د لویې څارنوالۍ پرپرله پسې جلبونو سربېره د ولسمشر لومړیمرستیال حاضر نه شو،چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ځواب ووايي.

په کابل کې د جرمني سفیر دا قضیه مهمه بولي او د قانون پر پلي کیدو ټينګار کوي.

د جرمني سفیر له آریانانیوز سره په ځاګړې مرکه کې ویلي،چې د احمد ایشچي او جنرال دوستم پېښه له نږدې څاري او ولسمشر غني ډاډ ورکړی،چې قانون به پلی کیږي.

د جرمني سفیر والتر هاسمن وايي؛ ترهر څه دمخه یوځل بیا هم په څرګنده توګه وایم: دا یو کرغېړن جرم ترسره شوی او مونږ د نړیوالې ټولنې له ټولو ملګرو سره په ګډه ټينګار کوو، چې دغه جرمونه به څېړل کیږي او قانون به پلی کیږي. جلالتماب ولسمشر مونږ ته ډاډ راکړی،چې له دې قضیې سره به همدا ډول چلند کیږي او زه پر ولسمشر باورلرم. مونږ به دغه قضیه له نږدې څارو. که دغه تورونه رښتیني ثابت شي؛فکر کوم،چې پایله به یې خورا روښانه وي. زه فکر کوم،چې په افغانستان کې د بربریت پړاو نور پایته رسیدلی دی.

د جرمني سفیر د ملي وحدتحکومت ملاتړ څرګندوي او وايي،چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې یې وروستۍ هڅې هم ستايي.

والتر هاسمن په وخت او شفاف ډول د ټاکنو ترسره کیدو لپاره د امنیت پر ټینګښت ټينګار کوي اوزیاتوي،چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې ستونزې مني؛خو هیله مند دی،چې نوي کمشنران به یې مدیریت کړي.

د هغه په وینا؛ زه پوهېږم،چې وېرې موجودې دي. هیله ده،چې نوي کمشنران به پدې برخه کې پام وکړي او د درغلیو مخه به ونیسي. دا یوازې د پیسو خبره نده، بلکې د اعتماد مسله هم ده. تر هغې،چې ټاکنې وشي؛باید د افغانستان د دیموکراسۍ ستنې پیاوړې شوېوي.

په کابل کې د جرمني سفیر دغه راز ډاډ ورکوي،چې هېواد یې د افغان کډوالو پر وړاندې له نرمښته کار اخلي او د کډوالو په اړه یې په سیاستونو کې بدلون تراوسه هم ندی راغلی. هغه په ورته وخت کې هیله مندی ښيي،چې د امریکا نوی ولسمشر به په افغانستان کې خپل مهم رول روان ساتي؛خو،چې دا رول به څه ډول ترسره کوي، ځان ته یې پدې اړه د څه ویلو حق ورنکړ

خبریال:زمریالی اباسین

Trending

Exit mobile version