تازه خبرونه

په کابل کې د داعش ډلې مرستیال هم ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۲)

خبری سرچینو د داعش ډلې پر ضد په بګرامي او شکردره ولسوالیو کې د اسلامی امارت د استخباراتو له عملیاتو خبر ورکړی دی.

یوې پاکستانۍ رسنۍ ادعا کړې، چې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د داعش دوه‌یم کس له استخباراتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

ایکسپریس تریبیون د دوشنبې پر شپه (د غویی ۱۸) راپور ورکړ، چې وژل شوی کس “انجنیر عمر” نومیده.

د اړوند سرچينو د څرګندونو له مخې، تېره جمعه په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې د داعش ډلې مرستیال انجنير عمر، چې پر حيدر، فريدون او سکندر هم یادېده؛ وژل شوی دی.

نوموړي په کابل او مرکزي زون کې د داعش ډلې د نظامي مسوول په توګه هم کار کړى دى.

د دغه راپور له مخې، دغه کس لومړی د داعش ډلې د مرکزی برخې د مشر په توګه کار کاوه او بیا د داعش د مشر ثناالله غفاری د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په ورته وخت کې سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې پر ورځ د غویی پر ۱۸ د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د درنې جګړې او د سپکو او درندو وسلو له غږ اورېدو خبر ورکړی دی.

المرصد ویبپاڼې، چې د اسلامي امارت ډېری خبرونه پوښي؛ دغې جګړې ته په نغوته کې ادعا کړې، چې د اسلامي امارت استخباراتو په دې ولسوالۍ کې د داعش پر دوه پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د اسلامي امارت امنيتي ارګانونو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

Trending

Exit mobile version