تازه خبرونه

په کابل کې د دفاع وزارت د چارسمبالي پر کور موټر بم ۲۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۴۰۰)

کورنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ تائید کړه، چې تېره شپه اته بجې د کابل په شېرپور سیمه کې د دفاع وزارت د چارسمبالي بسم الله محمدي له کوره بهر له موټر بم بریده د یوې میرمنې په ګډون اته کسان وژل شوي او ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ له موټر بم برید سمدستي وروسته وسلوالو پر کور ډله ییز برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره یې پېنځه ګړۍ جګړه روانه وساتله.

په یاده څرګندونه کې راغلي: نښته تېره شپه د ځانګړیو ځواکونو او بریدګرو ترمنځ له پېنځه ګړیو نښتې وروسته پای ته ورسېده.

دغه وزارت ویلي، پېنځه بریدګر په پېښه کې ښکېل ول.

د سې شنبې پر شپه چارواکو وویل، چې د دفاع وزارت چارسمبالی بسم الله محمدي خوندي دی.

محمدي له برید څو ساعته وروسته یو ویډیويي پیغام خپور کړ او ویې ویل، چې هغه او کورنۍ یې په کابل کې د هغه پر استوګنځي له “ترهګریز برید” وروسته خوندي دي.

هغه ویلي، چې د هغه یو شمېر امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د چارشنبې پر سهار له محمدي سره پخپل دفتر کې وکتل.

طالبانو د دفاع وزارت د چارسمبالي بسم الله محمدي پر کور د تېرې شپې د موټر بم برید مسولیت منلی او وایي، چې دا برید غچ اخیستونکی و او له برید وروسته یې ګڼ ځاني زیانونه هم رامنځته کړي دي.

دغه راز پولیسو ویلي، چې د سې شنبې د شپې پر چاودنې سربېره د چهارشنبې پر سهار شاوخوا ۸:۱۵ دقیقې د کابل د لسمې ناحیې په اړوند سیمه کې د ماین چاودنه شوې ده.

د پولیسو د څرګندونو له مخې په دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version