تازه خبرونه
په کابل کې د دولسم ټولګيو د زدهکوونکیو ترمنځ د دیني مضمونونو سیالي ترسره شوه
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولينو د افغان بېسيم مخابراتي شرکت پر همکارۍ د کابل ښار د خصوصي او دولتي ښوونځيو د څه د پاسه ٢٠٠ تکړه زدهکوونکیو ترمنځ د دیني مضمونونو سیالي ترسره کړه.
دغه سیالي د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي څلیریشتمه ) د ټول کابل د دولتي اوخصوصي ښوونځیو د ۲۰۰ تکړه زدهکوونکیو ترمنځ پیل شوه.
د پوهنې وزارت مرستیال عبدالخالق صادق وايي؛ د ځوانو استعدادونو وده یوازې د دولت مسوولیت نه دی، کورنۍ او خلک هم باید په دې برخه کې رول ولوبوي.
عبدالخالق صادق له نورو سوداګرو او ملي پانګوالو هم غوښتي، چې د پوهنې په برخه کې جدي همکاري وکړي.
نوموړي د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له مسوولینو مننه وکړه او د هېواد له سوداګرو او پانګوالو یې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون رییس سلیمان خرم ویلي؛ دې شرکت په تېرو دوه لسيزو کې له دولتي بنسټونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او په ټول هېواد کې يې د پوهنې په برخه کې ډېر پروګرامونه پلي کړي او د پوهنې له سکتور سره به خپلې همکارۍ روانې وساتي.
د ديني مضمونونو د سياليو يو شمېر ګډونوالو د نورو مضمونونو په برخه کې هم د دا ډول پروګرامونو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
د پلازمېنې د زدهکوونکیو لپاره د ديني مضمونونو سيالي په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته د منځنیو او لیسو د نجونو ښوونځي زدهکړې ځنډول شوې.