تازه خبرونه
په کابل کې د زابل يو پخوانی سناتور ووژل شو
په کابل کې تېره شپه د زابل ولایت پخوانی سناتور محمد حسن هوتک ووژل شو.
د کابل پولیس وايي، چې سناتور محمد حسن هوتک د یکشنبې پر ماښام شاوخوا شپږ بجې د پېنځمې حوزې د قلعه وزیر په اړوند سیمه کې کور ته نږدې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ویشتل شوی دی.
پولیسو ويلي، چې د پېښې اړه څېړنې روانې دي.
دا په تېرو وروستیو اوونیو کې د هېواد پر سیاسي شخصیتونو دوه یم هدفي برید دی.
تېره اوونۍ، د کابل ولایت امنیه قومندان امان الله واحدي د ناامنیو د زیاتوالي له کبله له دندې ګوښه کړای شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د پلازمېنې کابل خلک نه یوازې په تېره یوه میاشت کې د څو نښلیدونکیو یا مقناطیسي ماینونو د چاودنو، بلکې د توغندیزو بریدونو او هدفي وژنې لیدونکي پاتې دي.
