تازه خبرونه

په کابل کې د سترې محکمې دوه کارمندان د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۳۹۹)

د کابل پولیسو منلې، چې نن سهار (یکشنبه دمرغومي ۲۸) د سترې محکمې د کارمندانو پر موټر د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ډزې شوي، چې په کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي؛ د درېور او یو لاروي په ګډون درې نور ټپیان دي.

د پولیسو د څرګندونو له محې، پېښه د کابل ښار د لسمې حوزې د قلعه فتح الله په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو زیاته کړې، چې درې ناڅرګندو وسلوالو پر دغه موټر ډزې کړي؛ خو نور جزئیات نه ورکوي.

تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

ویل کیږي، چې په هېواد کې د ناڅرګندو وسلوالو موخه ییزې وژنې ډېرې شوي او دې کار د مدني او سیاسي فعالینو تر منځ اندېښنې رامنځته کړ، چې په دغو وژنو کې دولتي کارمندان، نظامي افسران، مدني او سیاسي مخکښان او همدارنګه خبریالان په نښه کیږي، چې هیچا یې تر دې دمه مسوولیت ن دی منلی.

Trending

Exit mobile version