سوداگري

په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ د صنعت لومړنی درې ورځنی نندارتون جوړ شو

په دې نندارتون کې د هېواد د زرګرۍ صنعت بېلابېل تولیدات، د سرو زرو او ګاڼو نوي ډیزاینونه او د کورنیو زرګرانو هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې دي. نندارتون د زمري له درېیمې څخه تر پېنځمې پورې د ګلبهار سنټر په درېیم تالار کې جوړ شوی دی.

Published

on

نن سېشنبه( د وږي درېیمه ) د کابل ګلبهار سنټر په درېیم تالار کې د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ د صنعت د پیاوړتیا پر موخه د دغه هېواد د زرګرۍ د صنعت لومړنی ځانګړی درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

په دې نندارتون کې د هېواد د زرګرۍ صنعت بېلابېل تولیدات، د سرو زرو او ګاڼو نوي ډیزاینونه او د کورنیو زرګرانو هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې دي. نندارتون د زمري له درېیمې څخه تر پېنځمې پورې د ګلبهار سنټر په درېیم تالار کې جوړ شوی دی.

د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او د هېواد د زرګرۍ صنعت د وړتیاوو څرګندول، د صنعتکارانو، پانګه‌والو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د دې صنعت لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول دي.

 افغانستان د زرګرۍ په برخه کې د پام وړ وړتیاوې لري او د کورنیو تولیداتو پراختیا او بهرنیو بازارونو ته یې رسول کولی شي د کارموندنې، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره نوې لارې پرانیزي.

د نندارتون جوړېدل د افغانستان د زرګرۍ صنعت لپاره یو نوی ګام بلل کېږي؛ ځکه، له دې مخکې په هېواد کې بېلابېل سوداګریز او صنعتي نندارتونونه جوړ شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په ځانګړې توګه د سرو زرو او زرګرۍ صنعت ته ځانګړی نندارتون جوړېږي.

Trending

Exit mobile version