تازه خبرونه

په کابل کې د شاه او عروس د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې د اوبو د ارزښت په اړه د خبرو پر مهال ویلي دي: نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت له تېلو او ګران بیه کاني زېرمو هم لوړ دی.

Published

on

د هېوادوالو د هوساینې لپاره نن( د مرغومي یوولسمه ) د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د څښاک پاکو او د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو لپاره د شاه او عروس د اوبو بند  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د برښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.

له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې د اوبو د ارزښت په اړه د خبرو پر مهال ویلي دي: نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت له تېلو او ګران بیه کاني زېرمو هم لوړ دی.

نوموړي زیاته کړې؛ له بده مرغه پر افغانستان د تپل شویو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له کبله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نده شوې او له همدې کبله د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ویلي، چې د شاه او عروس بند د څه باندې ۵۳ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د دغه وزارت لخوا د اوبو د مدیریت او ښاریانو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره جوړ شوی دی.

ویل کیږي، چې شاه او عروس بند  ۷۸مټره لوړوالي لري؛ د ۹.۴میلیون مټرمکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري او شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او  ۱.۲میګاواټه برښنا تولید کړي.

 

Trending

Exit mobile version