تازه خبرونه

په کابل کې د شپږ فابریکو او یو برښنا بند د جوړولو تړون لاسلیک شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې د شپږ تولیدې فابریکو د تړون تر څنګ د سروبي د دوه یم  برښنا بند،چې دوه یمه لویه پروژه ګڼل کیږي، د رغونې تړون له الکوزي شرکت سره پخپل حضورلاسلیک کړ.

داشپږ فابریکې به خوراکي تو کې تولیدوي.

د ښاري پرا ختیا وزیر سید سعادت منصوري نادریوايي،دخوارکي توکو پر دېفابریکو به شاو خوا دری سوه میلیو ن دالر لګښت راځي او تر ۲۰۱۸کاله به ګټي اخستني ته وسپارل شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علی احمد عثمانيوايي،دانرژۍ په تولید کې الکوزي خصوصی سکتور ته ونډه ورکړ شوه.چې دسربي د دوه یم بند په رغونه به۱۸۰میګاواته بریښنا تو لید کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم،چې د دغوتړونونو دلاسلیک پرمهال حاضر و وويل:د هېواد د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توازون نشتون خطرناک دی.

دالکوزي شرکت لهمهمو او سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې نه یوازې مدیران او مسوولین یې افغانان دي، بلکې دنړي په شاو خوا پنځوس هېوادونو کې یې پانګونه کړي ده.

د یادونې وړ ده، چې ددغوشپږ فابریکو او یو برښنا بند پرجوړیدو شا وخوا شپږ سوه میلیو ن دالر لګښتراځي او په زرګونه هېواد والو ته به د مستقیم اوغیر مستقیم کار زمینه هم برابره شي.

خبریال:اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version