سیمه ییز خبرونه
په کابل کې د عالمانو د گډې غونډې د جوړولو لپاره افغان پلاوى اسلام آباد ته ځي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا وايي:
ټاکل شوې روانه اوونۍ یو پلاوی اسلام اباد ته وليږل شي، چې د پاكستان له دیني عالمانو سره په کابل کې د گډې غونډې د جوړیدو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د دیني عالمانو د سراسري شورا او د سولې عالي شورا مرستیال عطا الله لودين رسنيو ته وویل، چې:
په دې سفر کې به له پاکستانيو چارواکو سره د دې غونډې د نېټې او د دواړو خواوو د گډونوالو د شمېر په اړه هم خبرې وشي.
افغان چارواکي هڅه کوي، چې په دغه غونډه کې د افغان او پاکستانيو عالمانو څخه د افغانستان او سیمې د جگړې پرضد فتوا ترلاسه کړي.
په همدې حال کې تېره ورځ د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له ولسمشر رییس حامد کرزي سره لیدلي او په افغانستان کې یې جنگ او مسلمان وژنه ناروا بللي دي.
