تازه خبرونه

په کابل کې د عبدالعلي مزاري د شلم تلین یاد غونډه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

عبدالعلي مزاري په هزاره وگړیو کې ځانگړی محبوبیت لري. نوموړی د ۱۳۷۳ کال د کب په ۲۲ په چهارآسیاب ولسوالي کې ونیول شو او وروسته له خپلو شپږو ملگرو سره ووژل شو.

پخونی ولسمشرحامد کرزی په دې مراسمو کې له خلکو وغوښتل، چې خپل یووالی او پیوستون ټینګ وساتي.

حامد کرزی وویل:

د افغانستا وده ددغه هېواد د ځوانانو له ښوونې او روزنې سره تړلې ده؛ ځکه ، نو لاسونه سره ورکړئ او د خپل دولت او حکومت په پلوۍ ودریږئ، چې هېواد مو هوساینې او ثبات ته ورسیږي.

د پخواني ولسمشر دوه یم مرستیال کریم خلیلي ټینگار کوي:

سوله به هغه مهال بریالۍ وي، چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې زیانمنې نه کړي.

خلیلي خبرداری ورکوي، چې که د سولې په خبرو کې لاسته راوړنې قرباني شي، له طالبانو به خطرناکه پدیده را منځته شي.

د ولسمشر غني دوه یم مرستیال سرور دانش خلکو ته ډاډ ورکړ، چې هیڅکله به حکومت له طالبانو سره د پردې تر شا خبرو ته داخل نه شي.

د عبدالعلي مزاري شلم تلین په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې افغانستان اوس هم د ترهگرۍ خلاف جگړه کې ښکېل دی.کومه ترهگري، چې د افغان چارواکو په وینا د سیمې او نړۍ هېوادونه گواښي.

خبریال: نصرت پارسا.

Trending

Exit mobile version