لوبی
په کابل کې د فوټبال جام سیالې پیل شوې
چارواکو ویلي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د کابل له نیولو وروسته پرون د فوتبال سیالیو لومړنی ټورنمنټ پیل شو.
دا سیالۍ د اسلامي امارت د اړوند چارواکو تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورت مشر انجینر نظرمحمد مطمین ویلي: د افغانستان اسلامي امارت به د افغانستان د فوټبال بشپړ ملاتړ وکړي او په هېواد کې به د یادې لوبې د ودې لپاره ټولې آسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې: اسلامي امارت به هیڅ کوم بل یا درېیم ګړي ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي. فوټبال فډراسیون د فیفا نړیوالو قوانینو له مخې خپلواک دی او خپل فعالیتونه به روان ساتي.
دغه سیالۍ د شاهین آسمایې، سیمرغ البرز، طوفان هریرود، میوند اتلان، آباسین څپۍ او عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ د لس ورځو لپاره سره کیږي.
د یادولو ده، چې د دغو سیالیو په چوکاټ کې به نن دوه لوبې ترسره کیږي، چې په کې سیمرغ البرز د میوند اتلان او طوفان هریرود د هندوکش عقاب پر وړاندې لوبه کوي.