تازه خبرونه

په کابل کې د قابلو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د میندو او هغو ماشومانو ژوند، چې عمر يې له پېنځه كلونو ټيټ دى، له جدي ګواښونو سره مخ دى. كه څه هم روغتيايي خدمتونو به دې برخه كې مثبت اغېز درلود.
اوس له هرو پنځوس حامله ميرمنو څخه يوه يي مړه كيږي؛ خو دوه درې كاله مخكې له هرو نولس ښځو څخه يوه مړه کیده.
همدا راز لس كاله مخكې له هرو هغو څلور ماشومانو څخه، چې عمرونه يي له پېنځه كلونو ټيټ دي، يو يې مړ كیده خو اوس له هرو لس ماشومانو يو مړ كيږي.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې د روغتيايي خدمتونو كچه له ۶ سلنې ۳۵ ته لوړه شوې؛ نو ،ځكه دا بدلون راغلى.
د هغې په وينا، په افغانستان كې محدوده بودیجه روغتيايي برخې ته ځانګړې شوې او دا يوه جدي ننګونه ده.
د رابعه بلخي روغتون د نرسنګ عمومي څانګې مديره فروزان محب زاده هم وایی، لس كاله مخكې ۴۵۰ قابله ګانو فعاليت درلود؛ خو اوس يي شمېر۳۵۰۰ ته رسيږي.
بېوزلي، د عامه پوهاوي په برخه كې لږ معلومات، ناوړه دودونه او له وخت مخكې ودونه د مېندو او ماشومانو د مړينې اصلي عوامل دي.
د ماشومانو د ملاتړ ادارې د وروستي راپور له مخې، افغانستان د ميندو او ماشومانو د مړينې له اړخه په وروستيو څو كلونو كې له لسم هېواد څخه ۱۴۶هېواد ته ولاړ.

Trending

Exit mobile version