تازه خبرونه

په کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول 5G خدمات پیل شول

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره شریک کړ او وایي؛ اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په پلازمېنه کابل کې پر امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G  ته لوړ شوی، چې د اړوند بنسټونو له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم پلی کړي.

Published

on

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر حمدالله نعماني د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رییس علي الله سروري سره په لیدنه کې د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو او د کیفیت پر ښه‌کېدا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره شریک کړ او وایي؛ اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په پلازمېنه کابل کې پر امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G  ته لوړ شوی، چې د اړوند بنسټونو له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم پلی کړي.

دغه راز د دې شرکت مسوولانو ویلي، چې د هېواد شمال او جنوب ختیځ ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر صاحب د سفر پر مهال له منظور شویو انټنونو څخه د ۸ سایټونو چارې بشپړې شوي، یو سایټ د بشپړېدا په حال کې دی او د دوه سایټونو رغنیزې چارې روانې دي او ډېر ژر به یاد ۳ انټنونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د ټي ډي اف ۸ نورو سایټونو منظوري هم وړاندې شوې، چې د اترا ادارې له لوري به یې پر ټاکلې نېټه چارې بشپړې شي.

د  علي الله سروري د څرګندونو له مخې؛ دې شرکت د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا ۴۶ سایټونه د خپلې انکشافي بودجې له مخې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي او  ۱۸۶ نور یې تر کار لاندې دي.

نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر او رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې دې وزارت د چارو په آسانتیا او مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو کې یې تل همکاري او لاسنیوی کړی دی.

د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر حمدالله نعماني په اوسني عصر کې د اړیکو او ارتباطاتو تر ټولو مهمه او بنسټیزه برخه مخابرات یاد کړل او ټینګار کوي، چې د مخابراتي سکټور د ښه‌کېدا او ودې لپاره به له مخابراتي شرکتونو سره ګډې هلې ځلې روانې وساتي او هڅه کوي، چې په هېواد کې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو هېوادواولو ته با کیفیته خدمات وړاندې شي.

ویل کیږي، چې په ټولو قانوني برخو کې به د یاد وزارت او مخابراتي شرکتونو ګډه همکاري روانه وساتل شي.

Trending

Exit mobile version