تازه خبرونه

په کابل کې د ملارسول د ډلې طالب مرستیال له ټپونو ومړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۴۰۰)

یوې سرچینې آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د ملا رسول پر مشرۍ له طالبانو د بېلې شوې دلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی، چې تېره اوونۍ په هرات کې ټپي شوی و؛ نن شنبه ( د غویی ۲۵) د کابل په یو روغتون کې ومړ.

سرچينې د نوم د نه ښودلو پر شرط زیاته کړې، چې ملانیازی د پنجشنبې پر ماسپښين د سختو ټپونو له کبله د هرات ولایت له روغتون څخه د کابل روغتون ته ليږدول شوی و.

د راپورونو له مخې؛ د ملا هبت الله پر مشرۍ طالب وسلوالو نوموړی په هرات ولایت کې درې مرمۍ پر سر ویشتی و؛ لومړي د هرات روغتون ته د درملنې لپاره له خپلو درې ساتونکیو سره لېږدول شوی و.

سرچینې ویلي، چې په دې نښته کې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ولایتي چارواکو تېره اوونۍ آریانا نیوز ته ویلي وه، چې ملا عبدالمنان نیازی د چارشنبې پر ورځ د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له طالب وسلوالو سره په یوه نښته کې ټپي شوی دی.

سرچینو هغه وخت ویلي وه، چې طالب پلوه قومندان ملا نیازی د هرات عامه روغتون ته وړل شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې د نیازي درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

داسې انګیرل کیږي، چې ملا نیازی د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په نومبر کې  له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې د مشر ملا محمد رسول مرستیال و. ملا محمد رسول د همدې کال په جولای کې اعلان وکړ، چې ملا  محمد عمر اخند مړ شوی دی.

په هغه وخت کې د ملا عمر مرستیال ملا اختر محمد منصور و، چې واک و ځواک یې خپل کړ او د طالبانو پر مشرتابه یې جګړه پیل کړه.

ملا رسول او ملا نیازی د طالبانو هغه قومندانان ول، چې د منصور ټاکل یې د مشر په توګه وننګاوه. ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای له ۲۹ څخه د ۲۰۱۶ کال د می تر ۲۱ طالب مشر و؛ خو له ایران څخه پاکستان ته د راستنېدو پر مهال د امریکایي څارګرې الوتکې په برید کې ووژل شو.

د یادونې ده، چې ملا عبدالمنان نیازی په ۱۹۶۸زېږدیز کال د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې زیږیدلی او د طالبانو د رژیم پر مهال د کابل والي په توګه یې دنده ترسره کړې وه.

Trending

Exit mobile version