تازه خبرونه

په کابل کې د ملکي زیان د مخنیوي لپاره نوې شورا اعلان شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۴, ۱۴۰۰)

پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویټ کې په ډاګه کړې، چې د ګډوډۍ د مخنیوي، د سولې اړوند مسلو او د واک سوله ییز لیږد د غوره مدیریت لپاره د همغږۍ شورا جوړه شوې ده.

حامد کرزي زیاته کړې: د همغږۍ دغه شورا د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، جهادي رهبر او د افغانستان اسلامي ګوند د امیر ګلبدین حکمتیار او د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون جوړه شوې ده.

دې شورا له حکومتي امنیتي ځواکونو او طالبانو غوښتي، چې د نامسوولانه خلکو د شخړو، ګډوډۍ او هڅو مخه دې ونیسي.

له هغې وروسته، چې له هېواده د اشرف غني وتل تائید شول؛ عبدالله عبدالله په یوه ویډیو پیغام کې وویل، چې خلک به د غني د دې پرېکړې په اړه قضاوت وکړي.

هغه څرګنده کړې: حقیقت دا دی، چې پخواني ولسمشر افغانستان  او خلک په دې حالت کې پریښودل؛ الله پاک دې ورسره حساب او خلک به یې په اړه قضاوت وکړي.

دغه راز د پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو وغوښتل، چې پر خبرو ټینګار وکړي؛ ځکه روان وضعیت الله مه کړه پر ګدوډۍ وانوړي او یا امنیتي وضعیت په قصدي ډول ګډوډ شي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ونه رسیږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد آریانیوز ته ویلي، چې د کابل امنیتي وضعیت تر څارنې لاندې دی او د دوی ځواکونه د ښار ټولو برخو ته رسیدلي او د شپې ګزمې به ډېر ژر پیل شي او له خلکو یې وغوښتل، چې وېره ونلري.

هغه کابل ته دننوتلو د لامل په اړه څرګنده کړې: د یو شمېر ګټه اخیستونکیو د غلا او ځورونې راپورونو دې پرېکړې ته اړ کړو، چې ښار ته ننوځو او د خلکو د اندېښنو د لرې کولو لپاره امنیتي ډاډ رامنځته کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې نن یکشنبه له غرمې وروسته طالبان د کابل ښار دروازو ته راورسېدل او په کابل کې دوه اړخیز امنیتي ډاډ څرګند شو؛ خو وروسته په ښار کې دننه خال خال ګډودۍ رامنځته شوې او طالبان ښار ته رادننه شول.

Trending

Exit mobile version