تازه خبرونه

په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د خونړي برید ځاني زیان ۶۰ ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۰)

د کابل په لودیځ کې د سید الشهدا پر ښوونځي د موټر بم برید او بمي چاودنو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ کسانو ته لوړ شوې او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

ډېري قربانیان د ۷ او ۱۸ کلونو تر منځ عمر لرونکي زدکونکي دي.

د قربانیانو جسدونه د کابل په لویدیځ کې خاورو ته وسپارل شول.

د پېښې لیدونکیو ويلي، چې برید کوونکیو د ممیزو د پلورلو پر پلمه پر چاودیدونکیو توکو بار یو موټر سیمې ته رسولی دی.

تېره ورځ د مازیګر څلورنیمې بجې لومړي په سیمه کې موټربم چاودنه وشوه او ورپسې دوه نورې چاودنې  هغه مهال رامنځته شوې، چې وېرېدليو زدکوونکيو له ښوونځی څخه د خپلو کورونو پر لوري منډې پیل کړې.

د پېښې لیدونکي محمد طيبي ویلي: مونږ دوه ورځې پرلپسې دا موټر لیدلی، چې په کې دوه کسانو مميز پلورل.

د لویدیز کابل اوسیدونکي سید باقر ویلي: د دوی یوازنۍ موخه دا ده، چې د ساینس او ​​پوهې د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

 

د پېښې ډېري قربانیان نجونې دي.

ځینې نجونې ​​وایي، چې د دې برید ځواب به د پوهي او علم د بهیر پر نه درولو ورکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ دوی پوهیږي، چې د ښځو پرمختګ د دوی لپاره یو ګواښ دی؛ خو مونږ به دا بهیر هیڅکله ونه دروو.

د برید د څرنګوالي په اړه پوښتنې پخپل حال پاتې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، برید د موټر بم و د طالبانو کار دی.

تر دې دمه کومې ډلې یا فرد د برید پړه نده منلې؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یې پړه پر داعش جنګیالیو اچوي او وایي: د دغو تنکیو نجونو پر وژل کېدو دردمن شوي یو، چې د داعش د غوښتنو قربانیانې شوې. دغو غوښتنو ښودلې، چې دوی له اسلام او انسانیت سره پردي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د هېواد او اسلام خواخوږي سره متحد شي او بې کوره داعشیانو ته دا هېواد سور اور کړي.

هغه وایي؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې وروروژنې پای ته ورسیږي.

طالبانو هم په یوې اعلامیې کې دغه برید غندلی او دا یې د داعش کار بللی دی.

Trending

Exit mobile version