تازه خبرونه
په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د چاودنو د ځالني زیان شمېر ۸۵ کسانو ته لوړ شوی
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش آریانا نیوز ته منلې، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د شنبې د ورځې د بریدونو د ځاني زیان شمېر ۸۵ کسانو ته لوړ شوی او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
د تېرې شنبې پر ورځ په کابل کې د نجونو ښوونځي ته نږدې درې پرلپسې چاودنې شوې وې؛ خو تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت نه دی منلی.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي؛ د روژې په مبارکه میاشت کې / د اپریل له ۱۳څخه د می تر ۷ / ۱۳۰امنیتي پېښې مو ثبت کړي، چې په کې ۵۱۹ ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
د یاد کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د روژې په مبارکه میاشت کې ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان دي. په دې سروې کې د برچې د سید الشهدا ښوونځي د درې چاودنو ځاني زینونه شمېر شوي ندی.
د یادونې ده، چې د دغه شمېر له لوړېدو سره د روژې په مبارکه میاشت کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴۵ ته لوړ شوی او ۵۰۲ نور ټپیان دی.
