تازه خبرونه
په کابل کې د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲۱, ۱۳۹۹)
د کابل پولیسو څرګنده کړې، د کابل ښار د یوولسمې حوزې د لب جر په سړک کې د نښلیدونکي ماین چاودنه رامنځته شوې؛ دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
پولیسو زیاته کړې؛ چاودنه نن سهار شپږ نیمې بجې د خیرخانې د اړوند سیمې د پولیسو پر رینجر موتر رامنځته شوې ده.
دغه راز پولیسو منلې، چې تېره شپه په قلعه وزیر سیمه کې هم دوه عسکر د ناڅرګندو وسلوال لخوا وژل شوي دي.
تر دې دمه هیچا د دغو بریدونو مسوولیت ندی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو کچه لوړه شوې او خلک هره ورځ د مرګ و ژوبلې لیدونکي دي.